آیا د امریکې، پاکستان او اسرائیلو ګډ هوائی مشقونه به وشی؟
(last modified Sat, 06 Aug 2016 10:01:20 GMT )
Aug 06, 2016 14:31 Asia/Kabul
  • آیا د امریکې، پاکستان او اسرائیلو ګډ هوائی مشقونه به وشی؟

د امریکې د رسنیو په نقل سره زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د امریکې، پاکستان او اسرائیلو ګډ هوائی مشقونه به داګست روانې میلادی میاشتې په آخر کښې جوړ شی.

د ((ډی ایوی اشنسټ)) امریکائی مجلې د رپوټ له مخې پاکستان په دغوګډو هوائی مشقونو کښې د ګډون لپاره خپلې

AFF 16 CID BLOCK + 52 ډوله شپږ الوتکې په شین او سور بېرغ سره په امریکه کښې نېلس هوائی اډې ته رسولې دی.

د امریکې د هوائی ځواک د رپوټ له مخې له سور بېرغ نه مراد له فضاء نه فضا ته د روزنې ورکول مراد دی چې دغه وخت به په هوائی مشقونو کښې ګډون کوونکی په هوا کښې د جنګ صلاحیت ترلاسه کړی او له شین بېرغ نه مراد هم دا دے چې ګډون کوونکو ته به له زمکنیو خطراتو سره د مقابلې روزنه ورکړې کیږی. د دغه ډول مشقونو وړومبنۍ مرحله د دوه زره شپاړسم روان میلادی کال له جنورۍ نه تر فرورۍ پورې، دویمه مرحه یې له فرورۍ نه تر مارچ بورې او  دریمه مرحله یې په جولائۍ میاشت کښې ختمه شوه  او څلورمه مرحله چې وروستۍ مرحله ده د اګست د روانې میاشتې له پینځلسمې نېټې څخه شروع  او د همدې میاشت په شپږویشتمه نېټه به ختمه شی.

لنډه دا چې پاکستان تر اوسه په دې باره کښې هیڅ رد عمل نه دے ښودلے،خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د دغه هېواد په خېبر پختونخوا صوبه کښې واکمن دے له اسرائیلو سره د پاکستان د ګډو هوائی مشقونو د جوړولو په اړه رد عمل  څرګند کړے دے او په دې باره کښې یې له مرکزی حکومته وضاحت غوښتے دے.

د پاکستان د ملی پارلېمان غړې ا د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوې مشرې  مېرمن شیرین مزاری په دې اړه ویلی دی چې پاکستان چې اسرائیل یې په رسمیت نۀ دے پېژندلے نو ځکه له اسرائیلو سره دغه ګډ مشقونه د قبول وړ نه  دی. هغې د پاکستان د  دفاع له وزیر خواجه آصف څخه غوښتی دی چې په دې باره کښې دې وضاحت وړاندې کړی چې آیا له اسرائیلو سره به داسې ګډ مشقونه وشی یا نه؟

د مېرمن شیرین مزاری د وېنا له مخې که د دا ډول رپوټونه بې بنیاده وی نو په داسې صورت دا د پاکستان د فوځ د بدنامولو لپاره یوه دسیسه ده خو که حقیقت ولری نو په داسې  صورت کښې یوه جدی مسئله ده. مېرمن شیرین مزاری وویل چې پاکستان لګیا دے د امریکې تر دباو لاندې د دغوهوائی مشقونو لپاره چې اسرائیل پکې ګډون کوی خپلې الوتکې امریکې ته لیږی. د پاکستان د ملی پارلېمان دغې غړې همدارنګ  له امریکې څخه پاکستان ته د درې سوه میلین ډالرو فوځی مرستو بندولو ته په اشارې سره وویل چې که د امریکې مرستې بندې شوی دی نو بیا پاکستان ولې له امریکې سره خپلو مرستو ته هم هغه شان دوام ورکوی.

باید وویل شی چې د امریکې د کانګرېس ځینې غړی دا نظر لری چې پاکستان له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې دوه رنګه سیاست کوی او د طالب او حقانی ډلو د پټېدو ځایونه  هم هغه شان په پاکستان کښې موجود دی او له دغو ځایونو څخه په افغانستان کښې ناامنۍ رامنځته کوی. نو ځکه د اوباما حکومت ورته د درې سوه میلین ډالرو کلنۍ مرستې له ورکولو ډډه وکړه.

خو د پاکستان د بلوچستان صوبې د پیپلز پارټۍ عمومی سېکتر بسم ا... خان کاکړ زمونږ له رېډیو سره په ټیلفونی مرکه کښې له اسرائیلو سره د پاکستان د ګډو مشقونو په اړه وویل چې دا امکان نه لری چې پاکستان په داسې ګډو مشقونو کښې ګډون وکړی چې اسرائیلو پکې برخه اخېستې وی. که دا خبره رښتیا شوه نو د ټول پاکستان خلق به یې په اړه خپل سخت او تند رد عمل څرګند کړی، خو تر هغه وخته چې د پاکستان مرکزی حکومت د دې رپوټ په حقله وضاحت ونکړی او هغه تکذیب یا تائید نه کړی نو خاموشی به  د دغه  رپوټ د تائید په معنا وګڼل شی.

---------------