ددنیاترټولو پیچلی او حیرانونکي هوائي عملیات دایران په نامې سره دي
یران داسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار حمید واحدي پرون ناوخته ددښمن د هوائي توان په ځپنې کې د ایران د هوائي ځواک رول ته په اشارې سره ووئیل، هغه مهال چې دعراق بعثي رژيم د ایران پر خاورې خپلې لومړنۍ حملې وکړې،نو د ایران د پوځ هوائي ځواک له کوم ځنډ پرته ددغه رژيم پر حیاتي ځایونو ،تیلی تاسیساتو او پوځي مرکزونو ګوزارونه وکړل.
تهران ریډیو- د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دهوائي ځواک قوماندان په یولړڅرګندونو کې ووئيل،د ایچ -۳ عملیاتو په څير د پوځ د هواي ځ واک بریالي عملیات د تجروبه لرونکو پيلوټانو او ځیرو قوماندانو دتدبیر نتیجه وه چې لامل شول ، په تاریخ کې د دنیا ترټولو حیرانونکي هوائي عملیات د ایران په نامې سره ثبت شي.
زمونږخبریال دایسنا له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار حمید واحدي پرون ناوخته ددښمن د هوائي توان په ځپنې کې د ایران د هوائي ځواک رول ته په اشارې سره ووئیل، هغه مهال چې دعراق بعثي رژيم د ایران پر خاورې خپلې لومړنۍ حملې وکړې،نو د ایران د پوځ هوائي ځواک له کوم ځنډ پرته ددغه رژيم پر حیاتي ځایونو ،تیلی تاسیساتو او پوځي مرکزونو ګوزارونه وکړل.
سردار واحدی ووئیل، د ایران د پوځ هوائي ځواک ډير مهم عملیات انجام ته رسولي دي ، البته د ایچ-۳ عملیاتو په نامې سره عملیات چې په حقیقت کې لازیاتو جنګي الوتکو)یعني د پوځ دهوائي ځواک څه دپاسه ۳۰۰ جنګي الوتکو)پکې ګډون درلود، د هغو عملیاتو په څير یوه نمونه ده چې دایران هوائي ځواک ئې په مرستې سره توانیدلی ، ددښمن په خاورې کې تر زرګونو کلومیټرو پورې پر نفوذ سربیره ، د عراقي د وخت دبعثي رژيم مورچلې،پوځي مرکزونه او حیاتي بیخ بینائي تاسیسات په شیشت کې راولي او تباه ئې کړي. سردار واحدي د پوځ د هوائي ځواک دپیلوټانو ډیر لوړې ځيرکتیا او توانمنیو ته په اشارې سره ټينګار وکړ، په ایچ-۳ نومې عملیاتو کې اته فانټیوم جنګي الوتکې له دې پرته چې وپيژندل شي، وتوانیدې ، په ډيره ټيټه سطح د راډارونو له لید څخه لیرې په درو مرحلو کې پر دښمن ګوزارونه وکړي چې ساری نه لري.