ایران اوپاکستان دترهه ګرۍ اوافراط پالنې په ضد ګډه مبارزه کوی
Aug 07, 2016 09:41 Asia/Kabul
ایرنا خبری آژآنس راپورورکړ دپاکستان خارجه وزارت پرون په تهران کې دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د پاکستان دخارجه وزارت دقایمقام اعزاز چودری له کتنې وروسته دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی ، پاکستان او ایران موافقه کړې ، له ترهه ګرۍ په تیره بیا له داعش ترهه ګرې ډلې سره مبارزې لپاره ګډې ملګرتیاوې لازیاتې کړی .
دایران خارجه وز یر محمد جوادظریف له چودری اعزاز احمد سره په کتنې کې دایران اوپاکستان داقتصادی اړیکو پراختیا دبانکی ملګرتیاؤ زیاتولو ته اړ بللې او ټینګار ئې کړی دی ، دبانکی اړیکو دپراختیا لپاره هیڅ م شکل نشته او دواړه هیوادونه په اقتصادی راشه دیرشه او دترهه ګرۍ په ضد په کوټلو مشورو سره په سیمې اونړۍ کې غوره او مثبت رول لوبولی شی
ټیګونه