په پاکستان کښې ګڼ طالب ترهګر وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20740-په_پاکستان_کښې_ګڼ_طالب_ترهګر_وژل_شوی_دی
د پاکستان پولیسو په دغه هیواد کښې د طالبانو ډلې د لس هاو ترهګرو د وژلو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2016 15:37 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې ګڼ طالب ترهګر وژل شوی دی

د پاکستان پولیسو په دغه هیواد کښې د طالبانو ډلې د لس هاو ترهګرو د وژلو خبر ورکړی.

د پاکستان پولیسو نن اعلان وکړ چې په تیرو پنځو میاشتو کښې د پاکستان پولیسو او امنیتی ځواکونو له طالبانو سره په مختلفو نښتو کښې د دغې ډلې ۵۲ ترهګر وژلی او ګڼ نور یې زخمی کړی دی.

د پولیسو د خبر له مخې په یاده موده کښې همداشان د طالبانو په سل هاو پټن ځایونه او مرکزونه هم ویجاړ کړی شوی دی. په دغو نښتو کښې د طالبانو زیاته اندازه جنګی سازوسامان، چاودونکی مواد او وسلې هم له مینځه تللې دی.

د پاکستان پوځ ټینګار کړی چې د ترهګرو تر نابودولو به د هغوی خلاف عملیات جاری وساتی.