د پاکستان په پائېتخت کښې د شیعه ؤ احتجاجی غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20803-د_پاکستان_په_پائېتخت_کښې_د_شیعه_ؤ_احتجاجی_غونډه
د پاکستان په زرګونو خلقو د شیعه مسلمانانو غوښتنو ته د حکومت د جدی پاملرنې غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2016 08:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پائېتخت کښې د شیعه ؤ احتجاجی غونډه

د پاکستان په زرګونو خلقو د شیعه مسلمانانو غوښتنو ته د حکومت د جدی پاملرنې غوښتنه وکړه.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د شیعه ؤ د شهید قائد علامه سید عارف حسېن الحسېنی د کلیزې په مناسبت په لسګونو مسلمانو خلقو پرون مازیګر په اسلام آباد کښې د پارلېمان مخکې ته په راغونډېدو سره د شیعه مسلمانانو غوښتنو ته د حکومت د جدی پاملرنې او د ترهه ګرۍ د حملو د بندولو غوښتونکی شول.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی سېکتر چې په تېرو ورځو کښې د اوږد لوږتړ په  وجه د رامنځته شوې بدنی کمزروۍ په خاطر په روغتون کښې داخل شوے ؤ په  غونډه کښې ګډون کوونکو ته وویل چې د ځینو شیعه مراجعو او شخصیتونو په سپارښتنه یې  لوږ تړ ختم کړ.

علامه راجا ناصر عباس جعفری زیاته کړه، البته تر هغه وخته چې د پاکستان حکومت د شیعه ؤ غوښتنې پوره نه کړی پرلت غزونې ته به په دوام ورکړی او په اسلام آباد کښې به د پرلت غزونې کېمپ ته هم هغه شان دوام ورکړی.

علامه سید عارف الحسېنی د نولس سوه اته اتیایم کال د اګست په څلورمه نېټه د پاکستان  د پخوانی فوځی واکمن جنرل ضیاء الحق په دور کښې په پېښور ښار کښې په ډزو سره شهید کړے شو.

--------