له دولت څخه د پاکستان د شیعیانو غوښتنه
د پاکستان په لس ګونو زرو خلګو، د دغه هیواد د مسلمانو شیعیانو غوښتنو ته د دولت د جدی پام کولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د شیعیانو د ارواح ښاد لارښود، علامه«سید عارف حسینی» د شهادت په کالیزه کی، په لس ګونو زرو خلګو په اسلام آباد کی د دغه هیواد د پارلمان په وړاندی په را غونډیدو سره، د شیعیانو غوښتنو ته د دولت د جدی پاملرنې، او د ترهه ګرو حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.
علامه سید عارف حسینی، د ۱۹۸۸ م کال د اګسټ په ۷ نیټه، د پاکستان د پخوانی پوځی واکمن جنرال«ضیاءالحق» په وخت، د پاړه چنار په ښار کی، د ترهه ګرو د ګولیو په ډزو سره شهید شو. له هغه وخت څخه تر اوسه پوری، د پاکستان د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو لپاره، د دغه هیواد د دولت له وعدو سره سره، نه یواځی د هغوی امنیت ټینګ شوئ نه دئ، بلکه د پاکستان د شیعیانو ټولنه، له هدفمنو ترهه ګرو حملو سره مخامخه ده.
په همدی دلیل، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی«علامه راجا ناصر عباس جعفری» له نږدی تیرو سلو ورځو څخه، لوږ تړ وکړ، تر څو په پاکستان کی د شیعیانو مشکلاتو ته د دغه هیواد د خلګو او سیمه ایزو ټولنو د پام جلبولو په ضمن کی، د پاکستان د شیعیانو د امنیت د برابرولو لپاره، د دغه هیواد په دولت او پوځ باندی دباؤ واچوی. هغه چی پدی وروستیو کی، د اوږدې مودې لپاره د لوږ تړ له کبله، د بدنی کمزورتیا په دلیل، په روغتون کی بستری شوئ ؤ، د اعتراض کونکو په غونډه کی اعلان وکړ: د شیعیانو د تقلید د مراجعو او د سترو شیعه شخصیتونو د سپارښتنې په خاطر خپل لوړ تړ پایته رسوی.
علامه راجا ناصر عباس جعفری ټینګار وکړ: ترڅو پوری چی، د پاکستان دولت د شیعیانو غوښتنی پوره نه کړی، په اسلام آباد کی به د مجلس وحدت مسلمین د تحصن او اعتراض کیمپ، شتون ولری. ده، د شیعیانو د امنیت د برابرولو په هکله، د پاکستان د دولت په رودې باندی نیوکه وکړه، او د شیعیانو په ضد د ترهه ګرو او هدفمنو حملو د بندیدو غوښتونکئ شو، او همداراز یی د پنجاب صوبایی دولت ته خبر دارئ ورکړ؛ چی که د شیعیانو غوښتنو ته پام ونه کړی، په لاهور کی به په پراخو مظاهرو لاس پوری کړی، او د دغې صوبې د اعلی وزیر د استوګن ځای په وړاندی به تحصن وکړی. د پاکستان د شیعه مسلمانانو په هدفمنې وژلې باندی اعتراضونه، پداسی حال کی هماغه راز دوام لری، چی ترهه ګر او فرقه پالې ډلې، چی پدغه هیواد کی د شیعیانو په ټرورولو باندی لاس پوری کوی، کاملاً پیژندلې شوی دی.
لښکر جهنګوی، سپاه صحابه، او د طالبانو د تحریک ډله، په پاکستان کی، دری ترهه ګر او فرقه پالی ډلې دی، چی د شیعیانو د ټولنې د کمزوری کولو په منظور، د هغوی په هدفمنې وژلې باندی لاس پوری کوی. دا پداسی حال کی ده، چی د پاکستان استخباراتی، پوځی او دولتی ارګانونه، له ترهه ګرو سره د مقابلې په منظور جدی اقدام نه کوی. په عین حال کی، د نیول شویو ترهه ګرو په چټکه محاکمه کی ، د پاکستان د قضائیه قوې له خوا د ځنډ په کیدو سره، د خپلو جنایتونو د ادامې لپاره د ترهه ګرو جرأت او سپین سترګی توب لا زیات شوئ دئ.
د مجلس وحدت مسلمین د عمومی منشی، علامه«راجا ناصر عباس جعفری» د لوږ تړ سره په یو وخت، د پاکستان شیعه او سنی عالمان، له ده څخه د ملاتړ کولو په ضمن کی، د شیعیانو امنیت ته د پاکستان د دولت او پوځ د جدی پاملرنې، او له ترهه ګرو سره د مقابلې کولو غوښتونکی شول. د ترهه ګرو هدف، په پاکستان کی د فرقه ایزې جګړې رامنځته کول، او د یو او بل په وړاندی د شیعیانو او سنیانو درول دی. دا پداسی حال کی ده، چی هغوی تل له یو او بل سره سوله ایز ژوند لرلئ دئ، او د پاکستان د پرمختګ او آبادونې په لاره کی یی هڅه کړې ده.