دښمن په پاکستان کښې دی، نورو ته ګوته مه نیسئ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20902-دښمن_په_پاکستان_کښې_دی_نورو_ته_ګوته_مه_نیسئ
د پاکستان د یو مذهبی ګوند مشر او د پارلیمان غړی مولانا محمدخان شېرانی ویلی، څو پورې چې د ځېنو دفاعی ادارو له خوا د کرایی وسله والو ډلو ملاتړ کېږی، د کوېټې په څېر پېښې به رامنځته کېږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2016 08:27 Asia/Kabul
  • دښمن په پاکستان کښې دی، نورو ته ګوته مه نیسئ

د پاکستان د یو مذهبی ګوند مشر او د پارلیمان غړی مولانا محمدخان شېرانی ویلی، څو پورې چې د ځېنو دفاعی ادارو له خوا د کرایی وسله والو ډلو ملاتړ کېږی، د کوېټې په څېر پېښې به رامنځته کېږی.

نوموړی دغه څرګندونې پرون د بلوچستان د کوېټې ښار په ملکی روغتون کې تر ځانمرګی برید وروسته کړې دی.

په دغه ځانمرګی برید کې ٧٠ کسان وژل شوی او له ١٥٠ ډېر ټپیان شوی دی، چې په وژل شوو کې ګڼ مدافع وکیلان، ژورنالېستان، د سیاسی ګوندونو غړی او عام خلک شامل دی.

د پاکستان حکومت او پوځ د دغه برید مسوولیت د هېواد پر دښمنانو اچولى او ډېره اشاره یې هندوستان ته ده.

خو د دغه هېواد ځینو پاکستانی سیاستوالو تند غبرګونونه ښودلی او ویلی یې دی چې دښمن په هېواد کې دننه دى.

د پاکستان د مذهبی ګوند جمعیت علماء اسلام یوه مشر او د پارلمان غړی مولانا محمدخان شېرانی چې د بلوچستان ایالت اوسېدونکى هم  دى، په ملی اسامبلۍ کې ویلی: دښمن زموږ په کور دننه دى، له نورو ګیله نه ده په کار.

د هغه په وینا، له ښو او بدو طالبانو څخه څه موخه ده؟ په پاکستان کې وسله والې ډلې د کرایې قاتلان دی.

مولانا شېرانی ویلی: دا ټولې پېښې به تر هغه رامنځته کېږی چې زموږ امنیتی او دفاعی ادارې د دغو کرایی وسله والو ډلو ملاتړ ته ادامه ورکوی.

هغه د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې له امریکا د ترهګرۍ پر ضد د اتحاد په توګه پیسې ولې اخلې؟ او وائی تر څو  چې دا پیسې اخلی، دا ډول پېښې به رامنځته کېږی.