پاکستانی پولیسو په پنجاب کښې پراخ عملیات وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20911-پاکستانی_پولیسو_په_پنجاب_کښې_پراخ_عملیات_وکړل
د پاکستان پولیسو په لاهور ښار کښې د ترهګرو خلاف د پراخو عملیاتو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2016 09:53 Asia/Kabul
  • پاکستانی پولیسو په پنجاب کښې پراخ عملیات وکړل

د پاکستان پولیسو په لاهور ښار کښې د ترهګرو خلاف د پراخو عملیاتو خبر ورکړی دی.

د ریډیو پاکستان د خبر له مخې د دغه هیواد پولیسو اعلان وکړ چې د پاکستان د ختیځ د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې په یولړ پراخو عملیاتو کښې ۱۷ ترهګر نیول شوی دی.

پاکستانی پولیسو دې ټکی ته په اشارې سره چې په لاهور ښار کښې د ترهګرۍ ضدو عملیاتو په دوران کښې د ډیرو کورونو تلاشی واخیستله شوه، وویل: په دغو کورونو کښې ځینی ترهګر پټ شوی وو.