حکومت دې د پاکستان د شیعه مسلمانانو غوښتنې پوره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20920-حکومت_دې_د_پاکستان_د_شیعه_مسلمانانو_غوښتنې_پوره_کړی
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د شیعه مسلمانانو غوښتنو ته د حکومت د جدی پاملرنې او د ترهګرو حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2016 10:00 Asia/Kabul
  • حکومت دې د پاکستان د شیعه مسلمانانو غوښتنې پوره کړی

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د شیعه مسلمانانو غوښتنو ته د حکومت د جدی پاملرنې او د ترهګرو حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مرستیال عمومی منشی سید ناصر شیرازی وویل: شیعیان به د خپلو غوښتنو تر پوره کیدو او د حقوقو تر ترلاسه کیدو پورې خپل اعتراض جاری وساتی.

هغه له دې مخکښې هم د نواز شریف حکومت ته خبرداری ورکړی و چې د شیعه مسلمانانو خلاف خپل سیاست بدل کړی او هدفمنې وژلې بندې کړی ګنی د حالاتو د خرابیدو پړه به د حکومت په غاړه وی.