پاکستانیانو د ترهګرۍ خلاف پراخې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20947-پاکستانیانو_د_ترهګرۍ_خلاف_پراخې_مظاهرې_وکړې
په ټول پاکستان کښې نن د ترهګرۍ خلاف پراخې مظاهرې وشوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2016 11:30 Asia/Kabul
  • پاکستانیانو د ترهګرۍ خلاف پراخې مظاهرې وکړې

په ټول پاکستان کښې نن د ترهګرۍ خلاف پراخې مظاهرې وشوې.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې دپاکستان په زرهاو خلکو نن د پلازمینې اسلام آباد، راولپنډۍ، لاهور او کراچۍ په شمول مختلفو ښارونو کښې د پراخو مظاهرو په کولو سره په خپل هیواد کښې دطالبانو او داعش په شمول له ترهګرو او تکفیری ډلو خپله کرکه او نفرت اعلان کړ.

په دغو مظاهرو کښې ګډونوالو د کویټه ښار په یو روغتون کښې د پرونۍ حملې په غندلو سره د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له تکفیری او ترهګرو ډلو سره سخته مبارزه وکړی.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار په سول اسپتال کښې پرون په شویو ترهګرو چاودنو کښې کابو دوه سوه کسان مړه او ژوبل شول چې ورپسې درې ورځې عمومی ویر اعلان شو او ټولو وکیلانو له کاره لاس واخیسته. په کویټه کښې همداشاان نن ټول ښوونځی او تعلیمی ادارې، دکانونه او هرډول کاروباری مرکزونه په یادې پیښې باندې په اعتراض کښې بند دی.

ویل شوی چې په پرونۍ چاودنه کښې وکیلان په نښه شوی وو چې یوشمیر وکیلان او دوه خبریالان پکښې وژل شوی دی.

د جماعت الاحرار په نوم د پاکستانی طالبانو یوې ډلې د کویټې ښار د پرونۍ چاودنې پړه منلې ده. د طالبانو دغې څانګې دوه کاله مخکښې د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ هم اعلان کړی و.