په پاکستان کی د ټروریسټی ضد عملیاتو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20971-په_پاکستان_کی_د_ټروریسټی_ضد_عملیاتو_دوام
د پاکستان د بلوچستان صوبی په مرکز«کویټه» کی، په یو روغتون باندی له ترهه ګرې حملې وروسته، د دغه هیواد د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، ټولو امنیتی او اطلاعاتی ارګانونو ته دستور ورکړ، چی په چټکۍ سره دی، په ټول پاکستان کی، د ترهه ګرو په خلاف هدفمن عملیات پیل کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2016 13:05 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کی د ټروریسټی  ضد عملیاتو  دوام

د پاکستان د بلوچستان صوبی په مرکز«کویټه» کی، په یو روغتون باندی له ترهه ګرې حملې وروسته، د دغه هیواد د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، ټولو امنیتی او اطلاعاتی ارګانونو ته دستور ورکړ، چی په چټکۍ سره دی، په ټول پاکستان کی، د ترهه ګرو په خلاف هدفمن عملیات پیل کړی.

د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر، په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: جنرال راحیل شریف، دغه نوئ دستور؛ په کویټه کی د دغه هیواد د امنیتی وضعیت د څیړلو په غونډه کی، ورکړ.

پدغه غونډه کی، د بلوچستان صوبې اعلی وزیر، ثناء الله زهری، په بلوچستان کی د پوځی ځواکونو قومندان، جنرال عامر ریاض، او د بلوچستان د سیمه ایز دولت نورو لوړ پوړو مقامونو شتون درلود.

د پاکستان د پوځ مشر، په کویټه کی د وروستۍ ترهه ګرې حملې اصلی هدف، د بلوچستان په صوبه کی د نا امنۍ او بی ثباتۍ رامنځته کول؛ وبلل.

ده په قبایلی سیمو کی د«ضرب عضب» عملیاتو ته په اشارې سره، اعلان وکړ؛ ترهه ګرو په قبایلی سیمو او د خیبر پختونخواه په صوبه کی، ماته خوړلې ده. په همدی دلیل، هغوی په بلوچستان کی پخپلو ترهه ګرو عملیاتو سره، د پاکستان له دولت څخه د غچ اخیستو غوښتونکی دی.

په وروستیو کلونو کی، له ترهه ګرو سره د پاکستان د دولت کړکیچونو او لانجو زیاتوالئ موندلئ، او د تحریک طالبان ترهه ګرې ډلې په رامنځته کیدو، او ښارونو ته د نښتو د لمنې په  ارتیدو سره، په پاکستان کی امنیت له پخوا  څخه په زیاته اندازه، ګډوډ شوئ دئ. پدی حال کی، د داعش ترهه ګرې ډلې، او یا د هغو ډلو له خوا، چی له هغې سره اړیکې لری؛ د کویټه ترهه ګرې حملې د مسؤولیت منل، کولای شی د پاکستان امنیتی مشکلات او ستونځې لا زیاتې کړی. دا پداسی حال کی ده، چی د یاد هیواد مقامونو تل اعلان کړئ ؤ؛ داعش په پاکستان کی شتون نه لری، او که د داعش له خوا د کویټه په روغتون باندی د حملې د مسؤلیت منل کیدا رښتنې وی؛ ویلای شو د اسلام آباد د دولت امنیتی لانجو او مشکلاتو په کلکه زیاتوالئ موندلئ دئ. د ټرروریسټی ضد عملیاتو د اجرا کولو لپاره، د پاکستان د پوځ ځمکنیو ځواکونو ته، د جنرال راحیل شریف چټک دستور ښیې، چی نوموړئ هم په پاکستان کی د ترهه ګرو فعالیتونو له کبله، په کلکه اندیښمن دئ.

تر اوسه پوری؛ د لښکر جهنګوی، او سپاه صحابه په شان ترهه ګری او فرقه پالې ډلې، په پاکستان کی فعالی وې، خو اوس؛ د نورو ترهه ګرو ډلو په رامنځته کیدو سره، د پاکستان پوځ او امنیتی ارګانونه، د خلګو انتظارونو ته د ځواب ویلو لپاره، د لا زیاتو مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی.

په پاکستان کی د سیاسی شناندو له نظره، که د دغه هیواد دولت او امنیتی او قضایی ارګانونو، په پریکنده توګه له ترهه ګرو سره مقابله کړې وای، په اوس حال دغه ډلې؛ د ډیریدو او له خطر سره د پاکستان د ملی امنیت د مخامخولو، او د دغه هیواد د خلګو د وژلې له امکان او قدرت څخه برخمنی نه وې.

په وروستیو میاشتو کی، له ترهه ګرو ډلو سره د پاکستان د پوځ د مقابلې د څرنګوالې په وړاندی، یو لړ پراخ اعتراضونه وشول، او یو شمیر ټولنو؛ د دغه هیواد په دولت باندی تور ولګاوه، چی له ترهه ګرو ډلو سره دوه ګونئ چلند کوی. که څه هم د اسلام آباد دولت دغه تورونه ردوی؛ خو د پاکستان خلګ تل، دغه پوښتنه مطرح کوی؛ چی د دغه هیواد پوځ، چی ځان د خپل اټمی سیال«هند» سره د مقابلې لپاره، چمتو کړئ دئ، څرنګه په پاکستان کی د ترهه ګرو ډلو د نابودولو توان نه لری؟ داسی یوه پوښتنه، چی د پاکستان د پوځ قومندان یی له چلنج او مشکل سره مخامخ کړئ دئ. ځکه چی د پاکستان پوځ د دغه هیواد په ټولنه له ښه موقعیت څخه برخور دئ، او د هغه په وړاندی د ترهه ګرو ډلو له خوا د قدرت ننداره، حتماً د پاکستان د پوځ د قومندانانو د علاقې وړ نه ده.

په هر حال، که څه هم د  پاکستان سیاسی او پوځی مقامونه، له هرې ترهه ګرې حملې وروسته، هغه غندی او له ترهه ګرو سره په مقابلې باندی ټینګار کوی، خو د دغو حملو دوام، نه یواځی د دغه هیواد ملی وحدت ګواښی؛ بلکه د پوځ او نواز مسلم لیګ واکمن ګوند موقعیت، په خطر کی اچوی.