د پاکستان وکیلانو کار بندیز وکړ
Aug 10, 2016 08:40 Asia/Kabul
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان وکیلان نن محکمو ته نه لاړل.
د دغه راپور سره سم، په کویټه کی د خلګو او وکیلانو له وژل کیدو وروسته، د پاکستان وکیلانو نن په محکمو کی حاضر نه شول.
د پاکستان وکیلانو له دولت څخه وغوښتل، چی د هغوی امنیت ورته برابر کړی.
اعتراض کونکی باوری دی؛ چی د پاکستان دولت، د ترهه ګرو د نابودولو لپاره، له ځانه جدیت نه ښیې، او یواځی یی د ترهه ګرو د نابودۍ په شعار باندی بسنه کړې ده.
د تیرې ورځې د کاربندیز له کبله هم، د کویټه ښار ټول تعلیمی؛ سوداګری؛ او معالجوی مرکزونه بند ؤو.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کی، د سول په روغتون کی، د دوشنبې په سهار، د چاودنې له کبله، ۹۳ کسان وژل شوی، او نور ۱۱۵ تنه ژوبل شول.