د پاکستان لمړی وزیر د ملګرو ملتو سرمنشی ته یو لیک ولیژه
زموږ د راډیو د خبریال د راپور سره سم، د پاکستان لمړی وزیر د ملګرو ملتو سرمنشی ته په یو لیک کی، د هند ترکنټرول لاندی کشمیر د خلګو د وژلې، او د دغې سیمې د کړکیچنو حالاتو د ختمولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان لمړی وزیر«محمد نواز شریف»، پدغه لیک کی د ملګرو ملتو له سرمنشی څخه وغوښتل؛ چی د دغه سازمان د پریکړه لیکونو سره سم دی، د هند ترکنټرول لاندی کشمیر د مسئلې د هوارۍ لپاره، عمل وکړی؛ ترڅو د دغې سیمې خلګ وکولای شی، پخپله خپل برخلیک وټاکی.
نواز شریف پدغه لیک کی لیکلی دی: د هند تر کنټرول لاندی کشمیر خلګو وژل، د بشری حقوقو څرګند نقضیدل دی، او بان کی مون باید هرڅه ژر، د بشری حقونو دغه نقضیدل پایته ورسوی.
نواز شریف زیاته کړه: تر اوسه پوری، د هند د پولیسو او د دغه هیواد تر کنټرول لاندی کشمیر خلګو په نښتو کی، ۷۰ کسان وژل شوی، او څه د پاسه ۳۵۰۰ تنه ژوبل شوی دی، چی د ۴۰۰ ؤ ټپیانو وضعیت بد رپوټ شوئ دئ.