د پاکستان ترهه ګری کورنۍ جرړې لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21055-د_پاکستان_ترهه_ګری_کورنۍ_جرړې_لری
د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کوئټې ښار د وړمې ورځې زړۀ دردوونکې ترهه ګرې غمیزې که له یوې خوا د د دغه هېواد د خلقو سخت غم او غصه راپارولې ده نو له بلې خوا یې د وزیراعظم نواز شریف، د کورنیو چارو د وزیر چودری نثار علی خان او د فوځ د قوماندان جنرل راحیل شریف په شمول د دغه هېواد سیاسی او فوځی چارواکی هم سختو او تندو څرګندونو ته مجبور کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2016 10:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان ترهه ګری کورنۍ جرړې لری

د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کوئټې ښار د وړمې ورځې زړۀ دردوونکې ترهه ګرې غمیزې که له یوې خوا د د دغه هېواد د خلقو سخت غم او غصه راپارولې ده نو له بلې خوا یې د وزیراعظم نواز شریف، د کورنیو چارو د وزیر چودری نثار علی خان او د فوځ د قوماندان جنرل راحیل شریف په شمول د دغه هېواد سیاسی او فوځی چارواکی هم سختو او تندو څرګندونو ته مجبور کړی دی.

نواز شریف په یوه غونډه کښې وویل چې د کوئټې د بې ګناه خلقو وینه به  تر پښو لاندې نه شی. د هغۀ د وېنا له مخې د پاکستان خلق د ترهه ګرو په خلاف یو شوی دی او خپل هېواد به له ترهه ګرو څخه وژغوری. نواز شریف وویل، ملت په یو تفکر سره جنګیږی چې غواړی د ژوند طریقه یې بدله شی.

د پاکستان د ملی امنیت سلاکار ناصر جنجوعه هم وویل، د پاکستان په شمالی وزیرستان او نورو قبائیلی سیمو کښې د ترهه ګرو په خلاف په ضرب عضب عملیاتو کښې د دغه هېواد د فوځ د کامیابیو په نتیجه کښې اوس  ترهه ګر په بې ګناه ښاریزو باندې حملې کوی، ځکه چې د هغوی لپاره ترټولو اسان هدف ګڼل کیږی.

د پاکستان د فوځ ستر قوماندان جنرل راحیل شریف هم  د ګوئټې له وروستۍ ترهه ګرې حملې نه پس وویل چې له دې وروسته به د ترهه ګرو ډلو له معنوی، سیاسی او مالی ملاتړو سره هم  سخت سلوک وشی.

دا وړومبے ځل نه دے چې د پاکستان فوځی او سیاسی چارواکی د ترهه ګرۍ له  دې حملې وروسته د دغه هېواد خلقو ته وعدې ورکوی چې د ترهه ګرۍ جرړې به  ووېستل شی، بلکه په تېرو وختونو کښې هم د ترهه ګرۍ له هرې حملې وروسته ولس ته دا ډول وعدې ورکړې شوې دی. حتی په پېښور د فوځ په یو پبلک سکول باندې له حملې وروسته  چې له سلو نه د زیاتو  زده کوونکو د وژلې سبب شوه د دغه هېواد له ملی پارلېمان څخه د ملی اقدام طرحه یا نېشنل اېکشن پلان تصویب شو.

دغه طرحه په دېرشو مادو مشتمله وه چې که په هره ماده باندې عمل کېدې نو نن به د کوئټې د زړۀ دردونکې غمیزې کتونکی نه وو. دلته به بده به نه وی که لږ وروسته وختونو ته وګرځوو.

په تېرو دېرشو کلونو کښې د کوئټې په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې یوازې شیعه مسلمانان  د لشکرجهنګوی،سپاه صحابه،  او طالبانو په شان ترهه ګرو ډلګیو د ترهه ګرۍ د حملو هدف ګرځېدل چې اوس هم دوام لری او تر اوسه په زرګونو شیعه قتل عام شوی دی. د دغو ډلګیو  مشرانو به په خپلو غونډو او میټنګونو کښې په ډاګه په شیعه مسلمانانو باندې د کفر او واجب القتل فتوې لګولې خو حکومتونو به له همدغو ډلګیو سره په انتخاباتو کښې  ائتلافونه او اتحادونه کول او د شیعه ؤ د قتل عام په وړاندې به نه یوازې حکومت او فوځ بې پامی کوله بلکه  عامه خلقو هم د دغه ظلم په خلاف خولې تړلې وې. نو که په هغو وختونو کښې دغه خاموشی نه وې اختیار شوې نو نن به د کوئټې په شان د ترخو واقعاتو کتونکی نه وو او همدارنګ به په تېرو څو کلونو کښې د سنی وروڼو د میلاد په غونډو او د اولیاء ا... په مزاراونو باندې ځان وژونکې حملې نه کېدې.

په هر حال اوس هم د پاکستان ولس د تکفیری ډلګیو چې د لویدیځ استعمار او یهودی لابۍ اېجنټان او زرخرید دی په مقابل کښې اتحاد، یووالی او پېوستون ته ضرورت لری. خو دا چې د پاکستان د ملی امنیت سلاکار ناصر جنجوعه وائی چې د پاکستان فوځ د دغه هېواد په قبائیلی سیمو کښې د ترهه ګرو په خلاف کامیابۍ ترلاسه کړې دی زمونږ رېډیو د ټیلفون له لارې د عوامی نشنل ګونډ اے اېن پی د مرکزی شورا د غړی او د پاکستان د مشهور قانون پوه لطیف آفریدی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې د ناصر جنجوعه د څرګندونو په ردولو سره وویل، فوځ یوازې د قبائیلی سیمو په تېره بیا د شمالی وزیرستان بې چاره خلق کډه په سر کړی دی په داسې حال کښې چې ترهه ګر یا افغانتسان ته منتقل کړې شول چې هلته په داعش باندې بدل شول او یا هم د پاکستان سترو ښارونو ته ورمات شول چې نن  د کوئټې په شمول د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د هغوی د ترهه ګرو حملو کتونکی یوو.

د لطیف آفریدی د وېنا له مخې ترهه ګرې ډلګۍ د پاکستان د فوخ او استخباراتی ادارې لخوا جوړې کړې شوې دی چې نن نۀ یوازې عامه خلق د هغوی د ترهه ګرو حملو هدف  ګرځی بلکه  د سیمې په خاصه توګه اکثر ګاونډی هېوادونه ترې هم رنځیږی او نن پاکستان د ترهه ګرۍ په یو صادروونکی هېواد بدل شوے دے.

هغۀ وویل چې ضرورت د دې خبرې دے چې په پاکستان کښې یو خپلواکه کمېشن جوړ شی او د ترهه ګرۍ د جرړو او ریښو په باره کښې تحقیقات وکړی او د دغو جرړو او ریښو د ختمولو لپاره اقدام وکړی.

-----------