د پاکستان کویټې ښار یو ځل بیا زورورې چاودنې ولړزاوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21157-د_پاکستان_کویټې_ښار_یو_ځل_بیا_زورورې_چاودنې_ولړزاوه
د سماء نیوز د راپور په اساس، دغه چاودنه په زرغون روډ کښې د کویټې ښار پر پولیسو وشوه چې له امله یې د څلورو پولیسو په شمول څوارلس تنه ټپیان شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2016 07:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان کویټې ښار یو ځل بیا زورورې چاودنې ولړزاوه

د سماء نیوز د راپور په اساس، دغه چاودنه په زرغون روډ کښې د کویټې ښار پر پولیسو وشوه چې له امله یې د څلورو پولیسو په شمول څوارلس تنه ټپیان شول.

د کویټې پولیس وایی چې چاودنه دومره سخته وه چې شا او خوا ودانۍ یې سختې ولړزولې. ټپیان شوی کسان د کویټې سول روغتون ته ورسول شول.

ځینی خبری سرچینې وایی چې دوه ټپیان پکښې مرګی حاله دی خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی وویل چې د ژوبلو کسانو حالت له خطرې بهر دی.   

وروستۍ رارسیدلئ راپور وایی چې دغه حمله د فیډرل شریعت کورټ پر قازی ظهور شاه وانی وشوه چې هغه پکښې بچ شوئ دی.

د یادولو ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ هم د کویټې په سول روغتون کښې د ځانمرګی برید له کبله  څه د پاسه اویا کسان وژل شوی او څه د پاسه سل نور ټپیان شوی وو چې زیاتره پکښې وکیلان وو.