اووه دیرش زره مهاجرین له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول
د ملګرو ملتو د مهاجرینو د لوړې کمیشنرئ یوه چارواکی وویل: تر اووه دیرشو زرو زیات رجسټرډ شوی مهاجران له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول.
د پارس ټوډی د پښتو څانګې د راپور په اساس، دغه چاروکی وویل چې له اوو دیرشو زرو مهاجرانو شپږویشت زره اته سوه څلور پنځوس تنه له خیبر پختونخوا صوبې، درې زره اووه سوه نهه ویشت تنه له بلوچستانه، یو زرو شپږ نوی تنه له سندصوبې، څلور زره نهه سوه شپږویشت تنه له پنجابه ، پینځه سوه اووه اویا تنه له اسلام آباده او یو نوی تنه نور د پاکستان تر کنټرول لاندې له کشمیر څخه افغانستان ته ستانه شول.
پاکستانۍ رسنې لیکی: د هوا ښه کیدا او له هر کس سره له دوو سوو تر څلور سوو ډالرو مرسته لامل شوه، سږ کال ګڼ شمیر افغان مهاجرین پخپله دغه هیواد ته ورستانه شی خو راپورونه د دې ښودنه کوی چې د پاکستان د پولیسو تریخ چلندلامل شو چې حتی نه رجسټرډ شوی مهاجرین هم له پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شی.