د پاکستان په اسلام آباد کښې پراخ کمانډویی عملیات ترسره شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21199-د_پاکستان_په_اسلام_آباد_کښې_پراخ_کمانډویی_عملیات_ترسره_شول
د پاکستان پولیسو د دغه هیواد په پلازمینې کښې د پراخو کمانډویی عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2016 11:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان په اسلام آباد کښې پراخ کمانډویی عملیات ترسره شول

د پاکستان پولیسو د دغه هیواد په پلازمینې کښې د پراخو کمانډویی عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.

د پاکستان راډیو د راپور په اساس، د دغه هیواد پولیسو نن اعلان وکړ چې په اسلام آباد کښې په پراخو کمانډویی عملیاتو کښې یو سلو پینځلس ترهګر نیول شوی دی.

د پاکستان پولیسو د کمانډویی ځواکونو لخوا په اسلام آباد کښې کور په کور تلاشۍ ته په اشارې سره وویل: په اسلام آباد کښې عملیات د امنیتی ځواکونو په مرستې سره ترسره شول.

د دغه راپور په اساس، په دغو نیول شویو کسانو کښې دیارلس تنه بهرنی عناصر دی.