پاکستان هندوستان په وروستیو چاودنو کې په لاسلرلو تورن کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21229-پاکستان_هندوستان_په_وروستیو_چاودنو_کې_په_لاسلرلو_تورن_کړ
 د پاکستان خارجه وزارت ادعا وکړه چې د هند استخباراتی ایجنسۍ د کویټې په چاودنو کې لاس لرلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2016 16:21 Asia/Kabul
  • پاکستان هندوستان  په وروستیو چاودنو کې په لاسلرلو تورن کړ

 د پاکستان خارجه وزارت ادعا وکړه چې د هند استخباراتی ایجنسۍ د کویټې په چاودنو کې لاس لرلی دی.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې نفیس ذکریا نن په خپل اونه ایز خبری کانفرنس کې وویل د هند اطلاعاتی ادارې هماغه شان په پاکستان په تیره بیا په بلوچستان او سند  کې خپلو ورانکارو عملیاتو ته دوام ورکوی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویندویی زیاته کړه : د کویټې د دوشنبې د ورځې په چاودنه کې د  پردیو لاسونو شتون نه شو ردولی.

هغه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د مسالې په هکله وویل  په دغه سیمه کې د بشری حقوقو پرله پسې خلاف ورزی د افسوس وړ ده  او نړیواله ټولنه باید د هند  تر کنټرول لاندې کشمیر د مسالې په حل کې لاس وکړی.

هغه له کنټرول لاینه د پاکستان د جاسوسی عواملو  په پټه د تیریدلو د هند  وروستۍ ادعا بشپړه بې اساسه وبلله او زیاته یې کړه : پاکستان هیڅکله  اجازه نه ورکوی چې له خاورې یې د بل هیواد په خلاف کوم اقدام وشی. ده د هند له خوا  په پاکستان د دې تور په ځواب کې چې د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی وویل  پاکستان په خپله د ترهه ګرۍ لوی قربانی دی او له ترهه ګرو سره په چلند کې هیڅ فرق نه کوی.