افغان ولسمشر د پاکستان وزیراعظم ته ټیلیفون کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21301-افغان_ولسمشر_د_پاکستان_وزیراعظم_ته_ټیلیفون_کړی
د افغانستان ولسمشر بیګا د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره په ټیلیفونی خبرو کښې په کویټه کښې د تیرې ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې ترهګری د دواړو هیوادونه ګډه دښمنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2016 11:17 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر د پاکستان وزیراعظم ته ټیلیفون کړی

د افغانستان ولسمشر بیګا د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره په ټیلیفونی خبرو کښې په کویټه کښې د تیرې ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې ترهګری د دواړو هیوادونه ګډه دښمنه وبلله.

پاکستانی رسنیو خبر ورکړی چې اشرف غنی له نواز شریف سره په دې ټیلیفونی خبرو کښې یوځل بیاله ترهګرۍ سره د مبارزې او د ګډو هلوځلو له لارې د دې سپیره ښکارندې د مونډ ایستلو لپاره د خپل هیواد په ژمنتیا ټینګار وکړ.

که څه هم د پاکستان د حکومتی رسنیو په لنډ خبر کښې د افغانستان په خاوره کښې د پاکستان د کوزې شوې چورلکې د برخلیک موضوع ته اشاره نه ده شوې خو ډیر احتمال شته چې دواړو مشرانو به په دې هکله هم د نظر تبادله کړې وی.