په پاکستان کښې شپږ ترهګر نیول شوی دی
Aug 12, 2016 13:03 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ له پلازمینې اسلام آباد سره نزدې راولپنډۍ ښار کښې د ترهګرو د دوو مهمو مشرانو په شمول د شپږو ترهګرو د نیول کیدو خبر ورکړی.
ایرنا د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې د دغو نیول شویو کسانو په پټن ځاې کښې زیاته اندازه وسله او چاودنکی توکی هم نیول شوی دی.
پاک پوځ وائی چې په نیول شویو شپږو کسانو کښې دوه تنه د ترهګرو مهم مشران او قومندانان دی.
د پاکستان په کویټه کښې له تیرې خونړۍ ترهګرې حملې وروسته د پاکستان پوځ او ترهګرۍ ضدو ارګانونو خپل فعالیت سخت کړی دی.