عرب اتحادیه دې د کشمیر د مسئلې په هواری کښې رول ولوبوی
پاکستان د عرب اتحادیې عمومی منشی ته د یو لیک په لیږلو سره په کشمیر کښې د هندوستان اقداماتو ته د دغې اتحادیې د غړو هیوادونو د غبرګون ښودلو او په یاده سیمه کښې د روانو خونړیو نښتو او تشدد د بندولو لپاره یې د هلوځلو غوښتنه وکړه.
ایرنا خبری آژانس د پاکستان د خارجه وزارت له قوله خبر ورکړی چې په دغه لیک کښې چې په بهرنیو چارو کښې دپاکستان د وزیراعظم د سلاکار سرتاج عزیز په لاسلیک سره برابر شوی او لیږل شوی دی، د عرب اتحادیې له غړو هیوادونو غوښتل شوی دی چې د کشمیر د مسئلې په لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د اجرا کولو هڅه وکړی.
سرتاج عزیز له دې مخکښې هم اروپائی اتحادیې، ملګرو ملتو اود اسلامی ملګرتیا سازمان ته جلا جلا لیکونه استولی او په کشمیر کښې د تشدد د بندولو لپاره د دغو ارګانونو او اتحادیو د اقدام غوښتنه یې کړې وه.