په پاکستان کې د کشمیر دخلکو په حق کې مظاهرې
Aug 12, 2016 15:38 Asia/Kabul
د پاکستان خلکو نن د کشمیر له خلکو سره د پیوستون او خواخوږۍ د څرګندولو لپاره مظاهرې وکړې.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان خلکو او وکیلانو نن د جمعې له لمانځه وروسته په لاهور کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې مظاهرې وکړې او د پاکستان له دولته یې وغوښتل چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د مسالې دحل لپاره په نوی ډیلی فشار راوړی.
مظاهره چیانو همداراز د بشری حقوقو له سازمانونو هم وغوښتل چې دهند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ د ختمولو لپاره سملاسی اقدام وکړی.