ایران د پاکستان یو ښه دوست هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21436-ایران_د_پاکستان_یو_ښه_دوست_هیواد_دی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ایران د خپل هیواد یو ښه ګاونډی او دوست هیواد وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2016 10:55 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان یو ښه دوست هیواد دی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ایران د خپل هیواد یو ښه ګاونډی او دوست هیواد وباله.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې د پاکستان تحریک انصاف یو مشر او د دغه ګوند د رئیس عمران خان د سیاسی چارو سلاکار اعجاز چودهری وویل چې ایران د پاکستان یو ښه ګاونډی، دوست او اسلامی هیواد دی او د پاکستان حکومت ته پکار دی چې له اسلامی هیوادنو سره برابر او سم دریځونه  په نظر کښې ولری.

هغه زیاته کړه: په خواشینۍ سره د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د غلط سیاست په وجه د ایران او پاکستان اړیکې زیانمنې شوې دی.

اعجاز چودهری وویل: د نواز شریف حکومت دې د ایران او عربستان ترمینځ اختلافاتو کښې د ایران خلاف نه وی بلکې د نواز شریف د حکومت خارجه سیاست باید د ټولو اسلامی هیوادونو لپاره یو شان وی.