طالبانو شپږواړه پاکستانی اسیران خوشی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21442-طالبانو_شپږواړه_پاکستانی_اسیران_خوشی_کړی_دی
په افغانستان کښې د طالبانو په لاس نیول شوی د پاکستانی هیلی کوپټر شپږ سپرلی آزاد شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2016 11:15 Asia/Kabul
  • طالبانو شپږواړه پاکستانی اسیران خوشی کړی دی

په افغانستان کښې د طالبانو په لاس نیول شوی د پاکستانی هیلی کوپټر شپږ سپرلی آزاد شول.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې د پاکستان د اطلاعاتو ادارې وویل: د پاکستانی چورلکې هغه شپږ سپرلی چې د افغانستان په لوګر ولایت کښې د طالبانو لخوا نیول شوی وو، پرون د کرمې ایجنسۍ په پوله کښې پاکستانی چارواکو ته وسپارل شول.

د ویلو ده چې د پاکستان یوه (ایم، آئی-۱۷) ډوله الوتکه د اګست په څلورمه نیټه د افغانستان په لوګر ولایت کښې په بیړنۍ توګه کوزه شوې وه او پکښې د شپږو پاکستانیانو او یو روسی انجنئیر په شمول اوه سپاره کسان طالبانو نیولی وو.