د پاکستان په خیبر ایجنسۍ کښې خطرناک ترهګر نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i21454-د_پاکستان_په_خیبر_ایجنسۍ_کښې_خطرناک_ترهګر_نیول_شوی_دی
پاکستانی پولیسو په خیبر ایجنسۍ کښې د څو ترهګرو د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2016 12:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان په خیبر ایجنسۍ کښې خطرناک ترهګر نیول شوی دی

پاکستانی پولیسو په خیبر ایجنسۍ کښې د څو ترهګرو د نیولو خبر ورکړ.

د ریډیو پاکستان د خبر له مخې د دغه هیواد پولیسو وویل چې امنیتی ځواکونو د خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کښې درې ځانمرګی ترهګر ونیول.

د پاکستان پولیسو ویلی چې له ترهګرو سره زیاته اندازه وسله هم نیوله شوې ده.

خبر وائی چې له نیول شویو ترهګرو سره پنځه د ځانمرګو بریدونو چاودونکی جاکټونه هم نیول شوی دی چې دخیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور ښار کښې یې د ترهګرې حملې پلان جوړ کړی و.