په کویټه کښې د ترهګرې حملې مخه ونیوی شوه
Aug 13, 2016 12:10 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې یوه ترهګره حمله شنډه کړی شوه.
ډان خبری سایټ لیکلی چې د پاکستان چارواکو وویل: امنیتی ځواکونو د بلوچستان صوبې په کلات سیمه کښې په یولړ عملیاتو کښې یوه پلان شوې ترهګره حمله شنډه کړه.
پاکستانی چارواکو دې ټکی ته په اشارې سره چې په کلات سیمه کښې یوه ترهګره ډلګۍ پیژندل شوې او غړی یې نیول شوی دی، زیاته کړه: په دې عملیاتو کښې د وسلو او مهماتو یوه ستره جوپه هم نیوله شوې ده.