د پاکستان په پنجاب صوبه کی ټروریسټی ضد عملیاتو دوام وکړ
Aug 15, 2016 09:34 Asia/Kabul
د پاکستان راډیو د راپور په اساس، د دغه هیواد پوځ په پنجاب صوبه کی د ترهه ګرۍ ضد عملیاتو د دوام خبر ور کړ. د دغه رپوټ له مخې د پاکستان پوځ نن اعلان وکړ: د پنجاب صوبې د لاهور په ښار کی د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په دوام کی، ۱۱ ترهه ګر ونیول شول.
د پاکستان پوځ پدغه راپور کی زیاته کړه: په لاهور کی د ترهه ګرو له نیولو وروسته، یوه اندازه پوځی سامانونه او څو میله وسلې، د هغوی له پټن ځایونو څخه کشفې او ونیولې شوې.