پاکستان یو ځل بیا هندوستان ته دخبرواترو بلنه ورکړه
ایرنا خبری آژانس را پورورکړ دپاکستان د خارجه وزارت قایمقام اعزاز چودری خپل هندی همڅنګ ته اسلام اباد ته دسفر بلنه ورکړې څو دکشمیر دشخړې په سر سره دوه اړخیزې خبرې اترې و کړی
دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، اعزاز چودری دهندوستان خارجه وزارت قایمقام جی شنکر ته دغه بلنه په اسلام اباد کې هندی سفیر ته سپارلې ده .
دپاکستان دغه لوړپوړی ډیپلوماټ خپل هندی همڅنګ ته دخطاب پخپل لیک کې ویلی دی ، دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر دشخړې دحل نړیوال مسئول هند اوپآکستان دی او دواړه هیوادونه باید دغه موضوع دملګروملتو د امنیت شورا دپریکړه لیکونو په اساس حل کړی
اعزاز چودری دهند ترکنټرول لاندې کشمیر دپاکستان او هندوستان ترمینځ ناتمام شوی بحث وباله او دغه راز ئې وویل ټوله شخړې اولانجې دخبرواترو له لارې حل کیدلی شی او باید دواړه هیوادونه دوخت له ضائع کولو پرته په دې موضوع کوټلی خبرې اترې وکړی .