د پاکستان په کوهاټ کښې زیاته اندازه چاودنکی توکی نیول شوی دی
Aug 16, 2016 11:23 Asia/Kabul
د پاکستان چارواکو په خیبرپښتونخواه صوبه کښې د زیاته اندازه مهماتو د نیولو خبر ورکړ.
د ریډیو پاکستان د خبر له مخې پاکستانی چارواکو ویلی چې د خیبرپښتونخوا صوبې په کوهاټ ښار کښې د دغه هیواد د ځواکونو په عملیاتو کښې ډیره اندازه جنګی سازوسامان او چاودونکی توکی نیول شوی دی.
خبر زیاتوی چې په کوهاټ کښې د ترهګرۍ په تور ۱۶ شکمن کسان هم نیول شوی دی.