هندوستان په کشمیر کښې له خپلې بدماشۍ د خلکو پام اړوی
پاکستان، هندی چارواکی په کشمیر کښې له روانو شخړو او د ملکی خلکو له وژلې د عامه افکارو د اړولو لپاره په هڅې تورن کړل.
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د هندوستان د وزیراعظم په هغو وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه چې ویلی یې وو، اسلام آباد د ترهګرو ملاتړ کوی، او ویې ویل: نریندر مودی کوشش کوی چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې له تیرو پنځو اونیو راهیسې له روانو تاوتریخوالو څخه د خلکو پام واړوی.
شینهوار خبری آژانس خبر ورکړی چې سرتاج عزیز زیاته کړه: هندوستان دې پوه شی چې د کشمیر مهمه مسئله په ډزو نه شی هواریدی او دا مسئله د هند او پاکستان ترمینځ د جدی خبرواترو له لارې یوې سیاسی حل لارې ته اړتیا لری.
یاده دې وی چې د هندوستان وزیراعظم نریندر مودی د خپل هیواد د خپلواکۍ د اویایمې کلیزې په مناسبت خپله وینا کښې ادعا وکړه چې پاکستان د بشری حقوقو خلاف ورزی کوی او د ترهګرو ملاتړی دی.
اخوا د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د دغې سیمې د خلکو او د هند د امنیتی ځواکونو ترمینځ په روانو خونړیو نښتو کښې له اویاو زیات کسان وژل شوی او کابو شپږ زره نور زخمی شوی دی.