له افغانستان سره په پوله کښې څوارلس طالب ځواکونه ووژل شول
Aug 17, 2016 10:00 Asia/Kabul
د پاکستان فوځ وویل، د دغه هېواد د خېبر اېجنسۍ په راجګل دره سیمه کښې د طالب ډلې څوارلس تنه ووژل شول.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې عاصم باجوه وویل، د افغانستان له پولې سره نزدې په دغه سیمه کښې د پاکستانی فوځی ځواکونو په عملیاتو کښې د طالب ډلې یو شمېر د پټېدو ځایونه هم تباه کړې شول.
هغۀ وویل، دغه عملیات به د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د طالب ډلې د ترهه ګرو د تګ راتګ او نفوذ د کمښت سبب شی.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه د نظر څه څرګندونه نه ده کړې.
ټیګونه