د تاپې او کاسا ۱۰۰۰ پروژې دې دافغانستان له لارې تیری نشی
مهر خبری آژانس دافق خبری سایټ له قوله راپور ورکړ دپه نړیوالو چارو کې دپاکستان دلومړی وزیر ځانګړی سلاکار طارق فاطمی په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دم ګړۍ پاکستان هڅه کوی څو دکاسا ۱۰۰۰ او تاپې نومې سترو پروزو د منتقلولو لپاره بله لاره ولټوی څو افغانستان ددغو پروژو په منتقلولو کې اساسی رول ونه لرل شی .
فاطمی دپاکستان رسنیو سره په خبرو کې ویلی دی ، هیواد ئې په افغانستان کې د سولې دتامینولو لپاره ژمن دی ، خو غوره ده چې پاکستان له مینځنۍ آسیا هیوادونو څخه دبریښنا او ګیسو دمنتقلولو لپاره بله لاره ولټوی
باید وویل شی ، چې کاسا ۱۰۰۰ او تاپې په نامه دوې پروژې د ګیسو اوبریښنا دوې هغه سترې پروژې دی چې ټاکل شوې ده له مینځنۍ آسیا هیوادونو دافغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته وغزیږی .