دپاکستان په خیبر ایجنسۍ کې دیارلس نور ترهه ګر هم هلاک شول
Aug 18, 2016 10:57 Asia/Kabul
دسحر اردو خبری چینل دراپورپه اساس دپاکستان دپوځ جنګی الوتکو نن دخیبر ایجنسۍ په تیراه درې کې د داعشی تکفیریانو اوطالبانو پر پټنځایونو اومرکزونو په بمباریو سره له هغوی دیارلس کسان وژلی او یو شمیر نور ئې هم ټپیان کړی دی او دغه راز ویل کیږی د تکفیریانو شپږ پټنځایونه هم تباه شوی دی .
دپاکستان پوځ له افغانستان سره ددغه هیواد په پولې کې دترهه ګرو دتګ راتګ دمخنیوی په موخې سره خیبر ایجنسۍ سیمې ته خپل په سلګونو عسکر لیږدولی دی
راپورونه ښئ پرون هم دخیبر ایجنسۍ په دغې سیمې کې څوارلس ترهه ګرهلاک شوی وو .