په بلوچستان کښې د هندوستان خلاف پراخې مظاهرې وشوې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې نن د هندوستان خلاف سختې مظاهرې وشوې.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په هکله د هندوستان د وزیراعظم په وروستیو څرګندونو پسې چې د اسلام آباد چارواکو لمسونکې او راپارونکې بللې دی، د دغې صوبې د مختلفو ښارونو خلکو نن د نریندر مودی په څرګندونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې مظاهره چیانو د شعارونو په ورکولو او د پلی کارډونو په اوچتولو سره د هندوستان د وزیراعظم وروستۍ څرګندونې غیرمسئولانه وبللې او هغه یې وغندلې.
نریندر مودی د دوشنبې په ورځ د هندوستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت خپله وینا کښې ویلی وو چې د پاکستان د بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر خلکو د پاکستان په حکومت باندې د نیوکې په اړه د ده له دریځونو ملاتړ کړی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا هم نن په یوه خبری غونډه کښې د مودی د څرګندونو د غندلو په ترڅ کښې وویل چې د هند وزیراعظم په دا ډول څرګندونو سره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې له روانو خونړیو نښتو د عامه افکارو د پام اړولو کوشش کوی.
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې خونړۍ نښتې لاهم روانې دی او څه باندې یوه میاشت مخکښې په پیل شویو دې نښتو کښې د قربانیانو شمیر کابو اتیا کسانو ته رسیدلی دی.