په بلوچستان کښې د هندوستان خلاف پراخې مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22063-په_بلوچستان_کښې_د_هندوستان_خلاف_پراخې_مظاهرې_وشوې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې نن د هندوستان خلاف سختې مظاهرې وشوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2016 14:21 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کښې د هندوستان خلاف پراخې مظاهرې وشوې

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې نن د هندوستان خلاف سختې مظاهرې وشوې.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په هکله د هندوستان د وزیراعظم په وروستیو څرګندونو پسې چې د اسلام آباد چارواکو لمسونکې او راپارونکې بللې دی، د  دغې صوبې د مختلفو ښارونو خلکو نن د نریندر مودی په څرګندونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې مظاهره چیانو د شعارونو په ورکولو او د پلی کارډونو په اوچتولو سره د هندوستان د وزیراعظم وروستۍ څرګندونې غیرمسئولانه وبللې او هغه یې وغندلې.

نریندر مودی د دوشنبې په ورځ د هندوستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت خپله وینا کښې ویلی وو چې د پاکستان د بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر خلکو د پاکستان په حکومت باندې د نیوکې په اړه د ده له دریځونو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا هم نن په یوه خبری غونډه کښې د مودی د څرګندونو د غندلو په ترڅ کښې وویل چې د هند وزیراعظم په دا ډول څرګندونو سره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې له روانو خونړیو نښتو د عامه افکارو د پام اړولو کوشش کوی.

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې خونړۍ نښتې لاهم روانې دی او څه باندې یوه میاشت مخکښې په پیل شویو دې نښتو کښې د قربانیانو شمیر کابو اتیا کسانو ته رسیدلی دی.