د پاکستان او افغانستان ترمینځ چمن سرحد وتړل شو
د افغانستان معترضو خلکو په چمن سرحد کښې په راغونډیدو سره د پاکستان بیرغ وسوزوه چې له امله یې ګډه پوله تړله شوې او پوځی ځواکونه تیارسی شوی دی.
له اسلام آباده د فارس خبری آژانس خبریال خبر ورکړی په داسې حال کښې چې د پاکستان د بلوچستان صوبې خلک د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودی په وروستیو څرګندونو باندې په اعتراض کښې له چمن پولې سره نزدې په مظاهرو لګیا وو، د افغانستان خلکو هم په سپین بولدک سیمه کښې د مظاهرو په جوړولو سره د پاکستان بیرغ ته اور واچوه. چې ورپسې د دواړو هیوادونو معترضانو پخپلو کښې ښکیل شول او په یو بل یې د کاڼو او ډبرو ګوذارونه وکړل چې له امله یې د خواوشا ودانیو شیشې ماتې شوې.
اوسمهال له افغانستان سره د پاکستان په ګډه پوله کښې ټولې لارې او د شیانو انتقال بند دی.
د چمن له پولې هره ورځ کابو ۱۵ زره ټرکونه تیریږی او دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان پوځ ویلی ترڅو چې د لوړرتبه چارواکو لخوا حکم صادر نشی تر هغې به دا پوله بنده وی.
یاده دې وی چې مودی په دې وروستیو کښې د پاکستان د حکومت خلاف د دغه هیواد د بلوچستان صوبې د خلکو د اعتراضونو ملاتړ کړی و چې د دغې صوبې د خلکو سخت اعتراض یې راپارولی دی.