د پاکستان وکیلانو نن هم په محکمو کښې له حاضریدو ډډه وکړه
د پاکستان د بلوچستان صوبې وکیلانو څو ورځې مخکښې په شوې ترهګرې حملې باندې په اعتراض کښې تراوسه کار نه دی پیل کړی.
زمونږ د خبریال د خبر له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې وکیلان نن هم په محکمو کښې کار و نه کړ او د وکیلانو په وژلې باندې په اعتراض کښې یې په محکمو کښې تور بیرغونه اویزان کړل.
له بلې خوا د پاکستانی وکیلانو مرکز اعلان وکړ چې که تر سبا (د آګست تر یوشتمې) د وکیلانو په وژله کښې لاس لرونکی ترهګر ونه نیوی شی نو بل سبا (د آګست په دوویشتمه نیټه) به په اسلام آباد کښې د ملی پارلیمان مخې ته مظاهرې وکړی.
هغوی همداشان ګواښ کړی چې د دوی د غوښتنو تر پوره کیدو پورې به په محکمو کښې کار ته حاضر نه شی.
د ویلو ده چې د روانې آګست میاشتې په اتمه نیټه د کویټې په یو روغتون کښې په شوې ترهګره حمله کښې څه باندې اویا تنه وژل شوی چې زیاتره پکښې د بلوچستان صوبې وکیلان وو.