له هند او پاکستان څخه د بان کی مون غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22261-له_هند_او_پاکستان_څخه_د_بان_کی_مون_غوښتنه
پداسی حال کی، چی د هند ترکنټرول لاندی کشمیر کی؛ کړکیچ او ؤلسی اعتراضونه هماغه راز دوام لری، د ملګرو ملتو سرمنشی«بان کی مون» هند او پاکستان دیته را وبلل، چی د کشمیر د مسئلې د سوله ایز حل لپاره خبری اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2016 13:03 Asia/Kabul
  • له هند او پاکستان څخه  د بان کی مون  غوښتنه

پداسی حال کی، چی د هند ترکنټرول لاندی کشمیر کی؛ کړکیچ او ؤلسی اعتراضونه هماغه راز دوام لری، د ملګرو ملتو سرمنشی«بان کی مون» هند او پاکستان دیته را وبلل، چی د کشمیر د مسئلې د سوله ایز حل لپاره خبری اترې وکړې.

ده له پاکستان او هند څخه وغوښتل؛ چی د کشمیر د مسئلې، او د نورو مسایلو په سر، د خپلو اختلافاتو د هوارۍ لپاره، خبرو اترو ته کښینی. پدی وروستیو کی د پاکستان لمړی وزیر«محمد نواز شریف» له ملګرو ملتو وغوښتل، چی د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی، د خونړیو تاوتر یخوالو او کړکیچ د پایته رسولو لپاره اقدام وکړی، او د دغې سیمې په هکله د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو د اجراکیدو غوښتونکئ شو. په همدی حال کی، پدی وروستیو ورځو کی پاکستان له هند څخه وغنوښتل د کشمیر د کړکیچ د حلولو لپاره خبرې اترې وکړی.

د سیاسی څارونکو له نظره، هند او پاکستان د کشمیر د کړکیچ په هکله د ملګرو ملتو د نظر ورکولو، یا دخالت کولو په باره کی مختلفې لیدتوګې لری. هند د کشمیر د کړکیچ له بین المللی کیدو او پدې هکله د ملګرو ملتو له دخالت کولو سره په کلکه مخالف دئ، او دغه کار نه منی، او په ځلونو یی د کشمیر د کړکیچ د بین المللی کولو لپاره، د پاکستان د هلو ځلو په هکله خبر دارئ ورکړئ دئ. هند، کشمیر د خپلې خاورې نه بیلیدونکې برخه ګنی، او د دغې سیمې په هکله هر ډول خبرې اترې، د هند د اساسی قانون په چوکاټ کی بولی. دا پداسی حال کی ده، چی کشمیری ډلې او پاکستان، د کشمیر مالکیت د مناقشې وړ ګنی، او باوری دی؛ چی دغه مسئله باید له سوله ایزو او سیاسی لارو حل شی.

پاکستان پدې هکله دوې حل لارې وړاندی کړی دی، چی یوه یی د هند، پاکستان او د کشمیر د خلګو د نمایندګانو د دری اړخیزو مذاکرو په کیدو باندی ولاړه ده، او بله یی د کشمیر د برخلیک د ټاکلو لپاره؛ د ټول پوښتنې په ترسره کیدو باندی تمرکز لری. هند او پاکستان دوې ځلې د کشمیر په سر جګړه کړې ده. د ملګرو ملتو د امنیت شورا د یو پریکړه لیک په صادرولو سره، اعلان وکړ؛ چی د کشمیر د وضعیت د ټاکلو د ټول پوښتنې په ترسره کولو سره، د دغې سیمې خلګ باید؛ له هند یا پاکستان سره د یو ځای کیدو په هکله نظر ورکړی.

هند، دغه پریکړه لیک رد کړئ دئ، او له هندوستان سره د دغه هیواد تر کنټرول لاندی کشمیر، او د چین تر کنټرول لاندی کشمیر، په یو ځای کیدو باندی ټینګار لری. د اسلام آباد د دولت له نظره، د بان کی مون له خوا د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو کیدو ته بلنه، نشی کولای د کشمیر د کړکیچ له هوارۍ سره مرسته وکړی. ځکه چی هند؛ په اساسی توګه، د کشمیر د کړکیچ د هوارۍ لپاره، له هر ډول حل لارې سره مخالف دئ، او هغه ردوی. له دې امله، د اسلام آباد له نظره، د ملګرو ملتو سازمان باید، د کشمیر د وضعیت د ټاکلو لپاره، د رفرانډم د ترسره کولو په منظور، په هند باندی دباؤ واچوی.

د کشمیر بحران، له نږدی ۷۰ کالو راهیسې؛ د هند او پاکستان په اړیکو باندی سیورئ غوړولئ دئ. هند د کشمیری ډلو له خوا هر ډول حمله، او یا تر خپل کنټرول لاندی کشمیر ؤلسی اعتراضونه، پاکستان ته نسبت ورکوی، او دغه مسئله د نوی ډیلی او اسلام آباد په اړیکو باندی منفی اغیزه شیندی. داشان چی د هند او پاکستان اړیکې هماغه راز له کړکیچ سره مخامخې دی، او هندوستان خپل زیاتره امنیتی مشکلات، په تیره بیا تر خپل کنټرول لاندی کشمیر کی، د پاکستان د مداخلو او ملاتړونو له کبله ګنی. دا پداسی حال کی ده، چی پاکستان د هند تورونه ردوی، او له کشمیری ډلو او خلګو څخه پر معنوی ملاتړونو باندی ټینګار لری.

په هر حال، په پاکستان کی سیاسی شناندی، هغو امنیتی عواقبو ته په پام سره، چی د هند او پاکستان په اړیکو کی د لانجې دوام، کولای شی د سیمې لپاره ولری، پر دې باندی ټینګار لری؛ چی د ملګرو ملتو سازمان  سرمنشی«بان کی مون» باید، د کشمیر وضعیت د ټاکلو د رفرانډم د ترسره کیدو د اجراکولو لپاره، په زیات جدیت سره اقدام وکړی، او پدې هکله په هند باندی دباؤ واچوی. د دغه کړکیچ د هوارۍ په بڼه کیدای شی د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړی کیدو، او د آسیا په جنوب کی د سولې او امنیت ټینګیدو ته هیله من اوسو.