د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د ترهه ګرو په نابودۍ تاکید وکړ
Aug 21, 2016 09:38 Asia/Kabul
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د ترهه ګرو ډلو په ځپلو او نابودولو تاکید وکړ.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د دغه ګوند ویاند وویل، که د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف غواړی چې پاکستان له دې زیات زیانمن نه شی نو پکار دی د تندلارو او تکفیری ډلو په خلاف په جدی توګه مبارزه وکړی.
علامه مختار امامی د اېم کیو ایم له کېمپ څخه چې د خپلو غوښتنو لپاره یې په کراچۍ کښې لوږ تړ کړے ؤ په کتنه کښې وویل، د نواز شریف حکومت نه یوازې د افراطی او تکفیری ډلو په خلاف څه اقدام نه کوی بلکه د سیاسی او مذهبی ګوندونو په خلاف یې د عمل مېدان ته رادانګلی دی.
امامی زیاته کړه چې ټول سیاسی او مذهبی ګوندونه په دې باوری دی چې پکار دی د ترهه ګرۍ د سپېرې ښکارندې جررې ووېستل شی چې مظلومان خپل حقوق ترلاسه کړې شی.