پاکستانی خلقو د دغه هېواد د حکومت په خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22372-پاکستانی_خلقو_د_دغه_هېواد_د_حکومت_په_خلاف_مظاهرې_وکړې
د پاکستان خلقو د نواز شریف د حکومت په ناکارنده توب باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2016 12:20 Asia/Kabul
  • پاکستانی خلقو د دغه هېواد د حکومت په خلاف مظاهرې وکړې

د پاکستان خلقو د نواز شریف د حکومت په ناکارنده توب باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د سحر چېنل د ربوټ له مخې د پاکستان خلقو پرون  د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د اسلام آباد د حکومت په خلاف د شعارونو په ورکولو سره په دغه هېواد کښې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.

د پاکستان د عوامی تحریک او منهاج القرآن تحریک مشر ډاکټر طاهر القادری د وېډیو کانفرنس له لارې مظاهره کوونکو ته په خپله وېنا کښې وویل چې د پنجاب صوبه د ترهه ګرو مرکز دے چې د تکفیری ډلو د شتون په وجه دغه صوبه ناامنه شوې ده.

هغۀ وویل، د شمالی او جنوبی وزیرستان په شمول د خېبر پختونخوا په قبائیلی سیمو کښې ترهه ګری ختمه شوه خو په پنجاب صوبه کښې د دغو افراطی ډلو د ترهه ګر فعالیتونه هم هغه شان دوام لری.

طاهرالقادری نواز شریف په مالی فساد او ترهه ګرۍ تورن کړ او وې ویل تر هغه وخته چې دې د حکومت په سر کښې موجود  وی پاکستان ترقی نه شی کولې ځکه چې نواز شریف د خپلو ګټو په لټه کښې دے.

--------