پاکستانی خلقو د دغه هېواد د حکومت په خلاف مظاهرې وکړې
د پاکستان خلقو د نواز شریف د حکومت په ناکارنده توب باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د سحر چېنل د ربوټ له مخې د پاکستان خلقو پرون د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د اسلام آباد د حکومت په خلاف د شعارونو په ورکولو سره په دغه هېواد کښې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
د پاکستان د عوامی تحریک او منهاج القرآن تحریک مشر ډاکټر طاهر القادری د وېډیو کانفرنس له لارې مظاهره کوونکو ته په خپله وېنا کښې وویل چې د پنجاب صوبه د ترهه ګرو مرکز دے چې د تکفیری ډلو د شتون په وجه دغه صوبه ناامنه شوې ده.
هغۀ وویل، د شمالی او جنوبی وزیرستان په شمول د خېبر پختونخوا په قبائیلی سیمو کښې ترهه ګری ختمه شوه خو په پنجاب صوبه کښې د دغو افراطی ډلو د ترهه ګر فعالیتونه هم هغه شان دوام لری.
طاهرالقادری نواز شریف په مالی فساد او ترهه ګرۍ تورن کړ او وې ویل تر هغه وخته چې دې د حکومت په سر کښې موجود وی پاکستان ترقی نه شی کولې ځکه چې نواز شریف د خپلو ګټو په لټه کښې دے.
--------