پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو په پراختیا تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22387-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_تعلقاتو_په_پراختیا_تاکید_وکړ
پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو په پراختیا ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2016 12:34 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو په پراختیا تاکید وکړ

پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو په پراختیا ټینګار وکړ

له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل، اسلام آبادد دواړو ملتونو د ګټو او په سیمه کښې د سولې او ترقۍ په هدف سره له افغانستان سره د نزدیو تعلقاتو او ملګرتیاو د رامنځته کولو لپاره ژمن دے.

سرتاج عزیز د افغانستان د خپلواکۍ د اوه نوی یمې کلیزې په مراسمو کښې د افغانستان او پاکستان دینی، کلتوری، تاریخی او جغرافیائی اشتراکاتو ته په اشارې سره تاکید وکړ، پاکستان کوشش کوی چې د یو بل د حاکمیت، زمکنۍ بشپړتیا د احترام او د یو بل په کورنیو چارو کښې د نه مداخلت په اصل باندې د پابندۍ په بنیاد په مختلفو زمینو کښې له افغانستان سره خپل تعلقات مضبوط کړی.

هغۀ زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کښې د سولې غوښتونکے دے او د دغه هېواد د خلقو او حکومت په مشرۍ د سولې او ثبات له چلند څخه ملاتړ کوی.

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل، ترهه ګری د دواړو هېوادونو لپاره د یو ګډ ګواښ په توګه پېژندل کیږی چې پاکستان او افغانستان ته یې زیات زیانونه رسولی دی او د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د دواړو هېوادونو نزدې ملګرتیاوې زیات اهمیت لری.