پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو په پراختیا تاکید وکړ
پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو په پراختیا ټینګار وکړ
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل، اسلام آبادد دواړو ملتونو د ګټو او په سیمه کښې د سولې او ترقۍ په هدف سره له افغانستان سره د نزدیو تعلقاتو او ملګرتیاو د رامنځته کولو لپاره ژمن دے.
سرتاج عزیز د افغانستان د خپلواکۍ د اوه نوی یمې کلیزې په مراسمو کښې د افغانستان او پاکستان دینی، کلتوری، تاریخی او جغرافیائی اشتراکاتو ته په اشارې سره تاکید وکړ، پاکستان کوشش کوی چې د یو بل د حاکمیت، زمکنۍ بشپړتیا د احترام او د یو بل په کورنیو چارو کښې د نه مداخلت په اصل باندې د پابندۍ په بنیاد په مختلفو زمینو کښې له افغانستان سره خپل تعلقات مضبوط کړی.
هغۀ زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کښې د سولې غوښتونکے دے او د دغه هېواد د خلقو او حکومت په مشرۍ د سولې او ثبات له چلند څخه ملاتړ کوی.
د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل، ترهه ګری د دواړو هېوادونو لپاره د یو ګډ ګواښ په توګه پېژندل کیږی چې پاکستان او افغانستان ته یې زیات زیانونه رسولی دی او د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د دواړو هېوادونو نزدې ملګرتیاوې زیات اهمیت لری.