د پاکستان په کراچۍ کښې درې ترهګر وژل شوی دی
Aug 24, 2016 11:13 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د ترهګرو په پټن ځاې باندې د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو د حملې خبر رارسیدلی دی.
د پاکستان امنیتی ځواکونو نن سهار وختی په کراچۍ ښار کښې د تکفیری ډلو په پټن ځایونو باندې حمله وکړه او درې ترهګر یې ووژل.
په دغه حمله کښې د ترهګرو مرکز وران شوی او د پاکستان دوه امنیتی ځواکونه هم زخمی شول.
د پاکستان پوځ په ځلونو ټینګار کړی چې د تکفیری او ترهګرو ډلو تر ختمولو پورې به د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې عملیات جاری وساتی.