دافغانستان دمشکلاتو اصلی ریښه دبهرنیو عسکرو شتون دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22783-دافغانستان_دمشکلاتو_اصلی_ریښه_دبهرنیو_عسکرو_شتون_دی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې دپاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند ویلی دی ، دافغانستان دمسئلو لپاره په امریکا،چین ،پاکستان او افغانستان مشتمله څلور اړخیزه ډله دافغانستان دطالبانو ډلې دوخت د مشر ملاا ختر منصور دوژل کیدو له وخت راهسې نو رهیڅ بهرنۍ وجود نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 24, 2016 13:37 Asia/Kabul
  •   دافغانستان دمشکلاتو اصلی ریښه دبهرنیو عسکرو شتون دی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې دپاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند ویلی دی ، دافغانستان دمسئلو لپاره په امریکا،چین ،پاکستان او افغانستان مشتمله څلور اړخیزه ډله دافغانستان دطالبانو ډلې دوخت د مشر ملاا ختر منصور دوژل کیدو له وخت راهسې نو رهیڅ بهرنۍ وجود نه لری .

  دغه پاکستانی ډیپلوماټ باؤ ری دی  چې  دافغانستان دمشکلاتو او ترینګلتیاؤ اصلی  ریښه  په دغه هیواد کې دپردیو عسکرو شتون دی .

 رستم شاه مومند  ویلی دی ، په افغانستان کې دامریکائی پوځیانو شتون پخپله  دناکراریو عامل  او دکابل حکومت دمخالفو  ډلو دلمسولو  لامل دی .

 هغه زیاته کړې  له افغانستانه  دپردی ځواک  دوتلو لپاره  د مشخص  مهال ویش نه شتون  ددغه   هیواد دسولې ددخبرواترو په لاره کې یو  ستر خنډ دی  .

دهغه په وینا  په افغانستان کې دمخالفو ډلو دحملو دختمیدو یوازینۍ لاره ،  ددغه هیواد دسولې  دخبرواترو پر میز  دحکومتی اوطالب لورو  شتون  او دسولې لپاره درغنده خبرواترو ترسره کیدا ده .