پاکستان نړۍ ته دنشه ایزو توکو دټرانزیټ یوه خورا اصلی لاره ده
تسنیم خبری آژانس ر اپورورکړ دپاکستان په اسلام اباد کې دملګروملتو دنشه ایزو توکو اوجرمونو سره دمبارزې دادارې استاذی سزر ګوویډزپه یولړ څرګندونو کې ویلی دی چې دافغانستان دنشه ایزو موادو د کابو ۴۳فی صدی برخې مواد دپاکستان له لارې قاچاق کیږی او پر نورو لارو سربیره کراچۍ یوه داسې ټرانزیټی لاره ده چې زیاتره مواد له دې لارې قاچاق کیږی
دافغانستان په پارلیمان کې دکندهار یوه استاذی لالئ حمیدزئ هم څه موده مخکې رسنیو ته ویلی وو چې په افغانستان د امریکا له یرغل وخت راهسې تراوسه پورې په دغه هیواد کې دنشه ایزو موادو تو لید څوبرابره زیات شوی دی او په افغانستان کې دنشه ایزو موادو دتولید او قاچاق له لارې ترلاسه شوی زیاتره عایدات هم اروپا ته منتقلیږی
افغانستان په نړۍ کې دنشه ایزو موادو خورا زیات تولیدونکی هیواد دی او دم ګړۍ په افغانستان کې کابو درې میلیون اوشپږلکه کسان نشه یان شوی دی .
داپه داسې حال کې د ی چې په تیرو کابو پنځلسو کلونو کې چې افغانستان دامریکائی او ناټو ځواک په نیواک کې دی په دغه هیواد کې نه یوازې ترهه ګری او نشه ایزو توکی کم شوی نه دی بلکې دنشه ایزو موادو کښت اوقاچاق پکې څو چنده زیات شوی هم دی .