پاکستان د هندوستان او افغانستان له نزدې ملګرتیا اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22882-پاکستان_د_هندوستان_او_افغانستان_له_نزدې_ملګرتیا_اندیښنه_څرګنده_کړه
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نن په اسلام آباد کښې یوه خبری ناسته کښې په ضمنی توګه د نوی ډیلی او کابل له ملګرتیاو اندیښنه وښودله او ویې ویل چې دا ملګرتیاوې دې داسې نه وی چې د پاکستان په تاوان تمامې شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2016 15:15 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان او افغانستان له نزدې ملګرتیا اندیښنه څرګنده کړه

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نن په اسلام آباد کښې یوه خبری ناسته کښې په ضمنی توګه د نوی ډیلی او کابل له ملګرتیاو اندیښنه وښودله او ویې ویل چې دا ملګرتیاوې دې داسې نه وی چې د پاکستان په تاوان تمامې شی.

د ایرنا د خبر له مخې نفیس ذکریا همداشان له افغانستانه وغوښتل چې هندوستان، د افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف استفادې ته پرې نږدی.

د پاکستان د خارجه وزارت دغه چارواکی د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر موضوع په هکله هم وویل چې نړیواله ټولنه دې د کشمیر د مسئلې په سوله ایز هواری او په دغه سیمه کښې د تاوتریخوالو په ختمولو کښې خپل رول ولوبوی.

هغه وویل چې پاکستان هڅه کوی نړیواله ټولنه د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو له کړاونو خبر کړی او له دې سره سره به د کشمیر د خلکو د برخلیک د ټاکلو له حقه د ملاتړ لپاره خپلې سیاسی او سفارتی هلې ځلې هم جاری وساتی.

نفیس ذکریا د کشمیر د مسئلې د سوله ایز هواری په موخه هندوستان د خبرواترو لپاره د پاکستان بلنې ته په اشارې سره وویل: د پاکستان له نظره د کشمیر مسئله هغه ترټولو مهمه موضوع ده چې د دواړو هیوادونو ترمینځ په هرډول مذاکره کښې باید مطرح شی.