اسلام آباد له ترهګرۍ سره په مقابله کښې جدی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22894-اسلام_آباد_له_ترهګرۍ_سره_په_مقابله_کښې_جدی_دی
د پاکستان د خارجه وزارت قایم مقام د امریکې د ولسمشر له ځانګړی مرستیال سره په کتنه کښې وویل چې اسلام آباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې جدی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2016 15:36 Asia/Kabul
  • اسلام آباد له ترهګرۍ سره په مقابله کښې جدی دی

د پاکستان د خارجه وزارت قایم مقام د امریکې د ولسمشر له ځانګړی مرستیال سره په کتنه کښې وویل چې اسلام آباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې جدی دی.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې اعزاز احمد چودری نن په دغه کتنه کښې چې په اسلام آباد کښې وشوه، له دې خواشینی وښودله چې واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د اسلام آباد په هلوځلو سترګې پټوی.

هغه د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کښې د ضرب عضب په نامه ترهګرۍ ضده عملیات ډیر ارزښتناک وبلل.

اعزاز احمد چودری همداشان وویل چې پاکستان تل ټینګار لرلی چې د خپل هیواد خاوره به د بل هیڅکوم هیواد خلاف کارول کیدو ته پرې نږدی.

د پاکستان د خارجه وزارت قایم مقام د دواړو لورو ترمینځ وروستیو شخړو په تیره بیا په پاکستان باندې د ایف-۱۶ ډوله الوتکو له خرڅونه د امریکې ډډه کونې او له پاکستانه د مالی ملاتړ کمولو ته اشاره وکړه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د هواری لپاره یې په دوامدارې رابطې ټینګار وکړ.

د بارک اوباما ځآنګړی مرستیال پیټر لاوی هم په دغه کتنه کښې وویل چې له ترهګرۍ سره د موثرې مبارزې او په سیمه کښې د پاکستان او امریکې د ګډو اهدافو د پوره کیدو لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ نزدې او دوامداره ملګرتیا ډیره مهمه او ضروری ده.