په پاکستان کی شپږ تنه امنیتی ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i22901-په_پاکستان_کی_شپږ_تنه_امنیتی_ځواکونه_ووژل_شول
زموږ د خبریال د راپور له مخی، د پاکستان د امنیتی ځواکونو د ګزمې په موټر باندی د وسله والو کسانو د ډزو له کبله، د هغوی ۶ تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2016 07:14 Asia/Kabul
  • په پاکستان کی شپږ تنه امنیتی ځواکونه ووژل شول

زموږ د خبریال د راپور له مخی، د پاکستان د امنیتی ځواکونو د ګزمې په موټر باندی د وسله والو کسانو د ډزو له کبله، د هغوی ۶ تنه ووژل شول.

وسله والو نا پیژاندو کسانو پرون، د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګوادر بندر په سیمه کی، د(اف-سی) امنیتی ځواک د ګزمې په موټر باندی ډزې وکړې، چی له کبله یی ۶  امنیتی ځواکونه وژل شوی، او یو تن ژوبل شو.

له دغې حملې وروسته، وسله وال کسان د پیښې له ځای څخه وتښتیدل، او امنیتی قواؤو سیمه کلابنده کړه.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت منلئ نه دئ.