نوی ډیلی دې له اسلام آباد سره د کشمیر لانجه هواره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i23020-نوی_ډیلی_دې_له_اسلام_آباد_سره_د_کشمیر_لانجه_هواره_کړی
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د سیمې په امنیتی راتلونکی باندې د کشمیر د لاندې د نه هواریدو د منفی اغیزو په باب خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2016 15:50 Asia/Kabul
  • نوی ډیلی دې له اسلام آباد سره د کشمیر لانجه هواره کړی

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د سیمې په امنیتی راتلونکی باندې د کشمیر د لاندې د نه هواریدو د منفی اغیزو په باب خبرداری ورکړ.

ایسنا خبری سایټ لیکلی چې سرتاج عزیز نن په اسلام آباد کښې د ملګرو ملت د امنیت شورا  او د اروپائی اتحادیې د غړو هیوادونو له ځینو سفیرانو سره په کتنه کښې د کشمیر د لانجې د هوارولو لپاره له نوی ډیلی سره د خبرواترو د پیلولو په موخه د پاکستان هلوځلو ته په اشارې سره، په دغه سیمه کښې د امنیت او ټکاو راوستلو لپاره سوله ایزو لاروچارو ته د هندوستان د پاملرنې غوښتنه وکړه.

سرتاج عزیز همداشان په کشمیر کښې د نښتو د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې د رول لوبولو په ضرورت هم ټینګار وکړ.

خبر زیاتوی چې هندوستان پرون د کشمیر په هکله د خبرواترو د نوی پړاو ترسره کولو لپآره د پاکستان غوښتنه رد کړه.

د هندوستان د خارجه وزارت قایم مقام د خپل پاکستانی همرتبه د لیک په ځواب کښې وویل چې نوی ډیلی اوس مهال یوازې د ترهګرۍ د مسئلې په اړه له اسلام آباد سره خبرواترو ته چمتو دی.

د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د ناکراریو د نوی پړاو په پیلیدو سره د هندوستان او پاکستان ترمینځ اړیکې سختې کړکیچنې شوې دی.